نړۍ

زیلینسکي: احتمال لري چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه راتلونکی کال پای ته ورسېږي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، احتمال لري چې په راتلونکي کال کې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه پای ته ورسېږي.

هغه د خوړو د خوندیتوب په درېیمه نړیواله غونډه کې چې د «اوکراین څخه غلې دانې» تر سرلیک لاندې يې خبرې کولې وویل چې د جګړې پای د روسیې په پرېکړه، د امریکا د قوي دریځ او له اوکراين څخه د نړۍ هېوادونو په ملاتړ پورې اړه لري.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ښاغلي زیلینسکي په دې «ډاډ» چې دا اقدامات به ژر یا وروسته ونیول شي وويل:« آسانه به نه وي خو زه ډاډه یم چې موږ د راتلونکي کال د جګړې د پای ته رسولو لپاره ټول غوراوي لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ تر بریا وروسته له اوکراين سره د لوېدیځ د مالي او پوځي مرستو د کمېدو په اړه اندېښنې راپورته شوي دي. او د دغه هوکړې د پلي کولو لپاره پر دغه هیواد فشارونه زیات شوي دي.

خو د اوکراين ولسمشر د افريقايي، اسيايي او عربي هېوادونو د مشرانو د وړانديز هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د دې لپاره د يوه پلان تمه لري. د جګړې پای باید د امریکا د نوي ولسمشر له خوا وړاندې شي.

تر دې مخکې ډونلډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال اعلان کړی و چې غواړي له اوکراین سره پوځي مرستې کمې کړي. خو هغه اوس له خپلو هغو پخوانیو څرګندونو څخه په شا شوى دى، چې ګواکې جګړه دې په ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د روسي ځواکونو او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د دغه هېواد په ختیځ کې سختې نښتې دوام لري.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي دي چې په تېره یوه ورځ کې د دغه هېواد پر ځواکونو ۱۹۴ بریدونه شوي چې ۴۴ بریدونه یې د پوکروفسک په لیکو کې شامل دي. د کوراخووه ښار ته څېرمه ۳۶ بریدونه شوي، چې د دې سیمې د محاصرې احتمال یې زیات کړی دی.

دغه راپور ښیی چې روسي ځواکونه د اوکراین په پوستو باندې په تجهیزاتي برترۍ بريدونو ته دوام ورکوي.