د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د دوشنبې په ورځ (د لړم٢۸) د بیروت پر مرکز د اسرائیلو په یوه هوایی بريد کې پنځه کسان ووژل شول.
د رویټرز د راپور له مخې په داسې حال کې چې له حزب الله سره د اسرائیلو نښتې دوام لري، دا په پرله پسې دوهمه ورځ ده چې د دغه هېواد پوځ د لبنان په پلازمېنه کې پر موخو بریدونه کوي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، دوه کسان لادرکه دي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراٸيلو له تیرې اوونۍ راهیسې د لبنان د پلازمېنې په څنډو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او حزب الله په اسراییلو د راکټونو ویشتلو ته دوام ورکړی دی.
په عین حال کې د جګړې د بندولو لپاره د امریکا په مشرۍ د دیپلوماسۍ په پرمختګ سره د لبنان حکومت او حزب الله د امریکا د اوربند وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی او د هغې ځینې جزئیات یې تایید کړی دی.
یوه لبناني چارواکي رویټرز ته ویلي چې دا هڅې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو جدي وړاندیز دی.
په ورته وخت کې، یو باخبره ډیپلوماټ خبرداری ورکړ چې د جزٸياتو په اړه لا هم کار ته اړتیا ده، چې کېدای شي وروستۍ هوکړه وځنډوي.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې د امریکا استازی آموس هوکشتاين ډېر ژر بیروت ته سفر وکړي.
د روان کال په سپټمبر میاشت کې د اسراٸیلو د بریدونو له پیل راهیسې، په بیروت او شاوخوا سیمو کې تر ټولو زیات بريدونه د حزب الله چې ویل کیږي ایران یې ملاتړ کوي، موخې په نښه کړي.
خو د همدې اونۍ د یکشنبې په ورځ، په څه باندې پنځو اونیو کې د لومړي ځل لپاره اسراییلو د بیروت په ښار کې دننه په هدفونو برید وکړ، چې د حماس ډلې د ویاند په ګډون یې لس تنه ووژل.
ياده دې وي، چې اسرائیلو دغه بریدونه له حزب الله سره له شاوخوا یو کال راهیسې له سرحدي جګړې وروسته پیل کړي دي.
د اسراٸیلو اعلان شوی هدف د «د حزب الله پوځي وړتیاوې له منځه وړل او د لسګونو زرو اسراٸيلیان بېرته راګرځول» دي چې د هیواد له شمالي سیمو څخه ایستل شوي دي.
د غزې د جګړې له پیل راهیسې حزب الله د حماس په ملاتړ پر اسرائیلو راکټي بریدونه پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغو شخړو په پایله کې په لبنان کې تر یو میلیون زیات کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.