روغتیا

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق: روغتیایی پاملرنو ته د لاسرسي کموالی په افغانستان کې د میندو مړینه زیاتوي

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وايي، چې په بېړنیو حالاتو کې د افغان مېرمنو او میندو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن دی او دې کار نرسانو ته د لاسرسي او هغوی ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې کموالی راولي.

دې صندوق پر اېکس لیکلي چې روغتیایی پاملرنې ته د ښځو د لاسرسي کمېدل په افغانستان کې د میندو د مړینې او ناروغۍ کچه لوړوي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق زیاتوي چې په هېواد کې له ننګونو سره سره هڅه کوي چې په ليرو پرتو سیمو کې میندو ته روغتیايي او د ژغورنې خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه صندوق مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې له زیاتېدونکو خطرونو او زیانونو سره مخ دي.

د دغه بنسټ له خوا د ښځو او ميندو د دغو خطرونو او زيانمنتيا لامل په هېواد کې شته کړکېچ ياد کړى دى.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو او تحصيل بندیز به په هېواد کې د جبري ودونو او د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په مرستندویه موسسو په ځانګړې توګه په روغتیايي برخه کې د ښځو پر کار او فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو په هېواد کې د ښځو لپاره اړینو خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.