نړۍ

 د غزې پر شمالي سیمو د اسرائیلو په هوايي برید کې ۷۲ کسان وژل شوي

د فلسطین حکومتي چارواکو اعلان کړی، چې تېره شپه (د لړم ۲۷مه) د غزې پر شمالي سیمو د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا برید د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په یوه څو پوړیزه «هستوګنې» ودانۍ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د فلسطین د ملکي ژغورنې ادارې ویلي چې په دې ودانۍ کې شاوخوا ۷۰ کسان اوسېدل.

په ورته وخت کې، د اسراٸيلو پوځ ویلي چې په بیت لاهیا کې یې پر «ترهګريزو اهدافو» باندې د شپې په اوږدو کې څو بریدونه کړي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یې هر ممکن کار ترسره کړى دى.

د اسرائیلو د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي: «د حماس د روغتیا د وزارت له خوا خپاره شويو ټولو معلوماتو سره بايد په احتیاط چلند وشي، ځکه چې په تېرو پېښو کې په کراتو ثابته  شوې چې د اعتبار وړ ندي.»

د رویټرز لخوا خپاره شوي ویډیو ښیي چې یو شمیر ځایي اوسېدونکي له خاورو څخه جسدونه راوباسي او نږدې کورونه هم زیانمن شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرې مياشتې راهيسې د اسرائيلو پوځ د غزې په تړانګه کې د بيت لاهيه او بيت حانون او جباليه ته څېرمه ښارونو باندې چې د کډوالو تر ټولو ستر تاريخي کمپ بلل کېږي، خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

اسراٸيل د دغو بریدونو موخه د حماس وسله والو پر وړاندې د هغوی د بیا تنظيم د مخنیوي لپاره مبارزه بللې ده.

د اسرائیلو پوځ ویلي دي چې په دغو درېیو سیمو کې یې د حماس په سلگونو وسله وال وژلي دي.