نړۍ

په چین کې پر يوه ګڼه ګوڼې د یوه موټر چلوونکي برید کې ۳۵ کسان ووژل شول

د چین په یوه ورزشي ميدان کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر چلوونکي له لوري په مرګوني برید کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ۶۲ کلن موټر چلوونکي په قصدي ډول د دغه هېواد د ژوهای په ښار کې مکاو ته څېرمه په یوه ورزشي ميدان کې خپل موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه ور برابر کړ او ګڼ خلک یې يې ترې لاندې کړل.

دا برید د چین په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

د چین پولیسو اعلان کړی، چې موټر چلوونکی د شخصي اختلافاتو او طلاق له امله خپه و او خپل ځان یې ټپي کړی، چې اوس روغتون ته وړل شوی دی.

د چین دولتي چارواکو دغه پېښه له ۲۴ ساعتونو وروسته په رسمي ډول اعلان کړه، چې په هېواد کې په ټولنیزو شبکو کې له منفي غبرګونونو سره مخ شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د چين د ژو های ښار د دغه هېواد د خلق د آزادۍ د پوځ تر ټولو ستر کلنی هوايي نندارتون کوربه دی.

دغه برید د عامه امنیت په اړه د چینایي اتباعو غبرګونونه او اندېښنې راپارولي دي.

د چين ولسمشر شي جين پينګ د ټپيانو د حالت د څېړلو امر صادر کړی او بريد کوونکي ته يې د سختې سزا غوښتنه کړې ده.