د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې هېوادونه به یا د اقلیم د بدلون سره د مبارزې قیمت ادا کوي یا به د دې بدلونونو له امله رامنځته شوي ناورین سره مخ کېږي.
هغه د آزربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم د بدلون په اړه غونډې ته په خپله وینا کې ويلي چې د اقلیم د بدلون د اغېزو د محدودولو وخت په تېرېدو دی.
په دې غونډه کې چې پرون (دوشنبه، د لړم ۲۱مه) د ملګرو ملتونو په کوربه توب پیل شوه، د پام وړ ټکی یې د میتان ګاز د اخراج زیاتوالی دی چې شاوخوا ۱۶۰ هېوادونو يې د کمولو ژمنه کړې ده.
په همدې حال کې د یو شمېر اروپايي هېوادونو مشران نن (سه شنبه د لړم ۲۲مه) د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د کنفرانس ځای ته ورسېدل.
د دغې غونډې اصلي موخه د نړۍ له سترو صنعتي هېوادونو څخه د زیان رسوونکو ګازونو د کمولو او د اقلیم له بدلون سره د مبارزې د هڅو د تمویل لپاره د ژمنې ترلاسه کول دي.
خو ظاهراً ملګرو ملتونو له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره خپل هدف نه دی تر لاسه کړی. لکه څنګه چې د دې سازمان سر منشي یو ځل بیا دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د عمل وخت پای ته رسیدلی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په دې ناسته کې وویل: «زموږ په نړیوال اقتصاد کې ، د لګښتونو رسولو سلسله کې بدلون د لګښتونو په برخه کې د مسؤلیت بار زیاتوي. ڼابشپړ شوى تولید په هر ځای کې د خوراکي توکو بیې لوړوي. زیانمن شوي کورونه هرچیرې د بیمې حق زياتوي. دا د مخنیوي وړ بې عدالتۍ کیسه ده. بډایه خلک ستونزې جوړوي؛ او بې وزله يې تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.»
د سږ کال د اقلیم د بدلون غونډه ۲۹مه غونډه، په داسې حال کې ترسره کېږي چې د نړۍ د تودوخې د لوړې کچې ريکارډ یو ځل بیا مات شوی او دې مسٸلې د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره پر خبرو اترو فشار زیات کړی دی.
دا غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شوه؛ خو ډېر مشهور مشران پکې د ګډون پلان نلري.
د بېلابېلو هېوادونو استازو اندېښنه ښودلې چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریا ښايي د نړۍ د تودوخې د محدودولو په برخه کې پرمختګ له خطر سره مخامخ کړي.
په همدې حال کې، د دې غونډې یو د پام وړ ټکي د میتان په توليد کې د چټک زیاتوالي محدودیت دی، چې لږترلږه ١٦٠ هېوادونو ژمنه کړې چې په راتلونکو شپږو کلونو کې به يې ٣٠سلنه کموي.