د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسیې د دغه هېواد په سویل کې د کورسک سیمې ته شاوخوا ۵۰ زره سرتېري استولي دي. چیرې چې اوکرایني ځواکونو د تېرر کال په دوبي کې غیر متوقع ځوابي برید پیل کړ.
د سي اېن اېک د راپور له مخې، ښاغلي زیلینسکي د ټېلېګرام کې په یوه پیغام کې ویلي دي: «اوکرایني ځواکونو د کورسک په سیمه کې د د ښمن ډلې د څه د پاسه ۵۰ زره کسانو مخه نیولې ده.»
هغه زیاته کړه چې د اوکراین دا «پوځي عملیات» د روسیې د سرحدي بریدونو د مخنیوي لپاره د «خاٸل سيمې« جوړولو لپاره اړین وو.
په کورسک کې د اوکراین برید له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د یوه بهرني هېواد له خوا د روسیې پر خاوره لومړنی برید بلل کېږي، چې مسکو یې حیران کړی دی.
په همدې حال کې یوه امریکايي چارواکي سي اېن اېن ته ویلي چې روسیې په کورسک کې د اوکرایني ځواکونو پر پوستو د برید لپاره د شمالي کوریا د نویو استول شویو پوځیانو په ګډون ګڼ شمېر ځواکونه استولي دي.
دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، وړاندوينه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به د روسیې برید ترسره شي.
خو کرملین تر اوسه په خپله خاوره کې د شمالي کوریا د پوځیانو د شتون په اړه څه نه دي ویلي. خو د روسیې دولتي تلویزیون راپور ورکړی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له شمالي کوریا سره د ګډ دفاعي تړون د تصویب قانون لاسلیک کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې دغه هوکړه ليک د دواړو هېوادونو تر منځ د وروستيو پرمختګونو او مخ پر ودې اړيکو په ترڅ کې لاسليک شوى دى.
په عین حال کې، زیلینسکي اعلان کړی چې اوس مهال د شمالي کوریا ١٢ زره عسکر د کورسک په سیمه کې دي او د اوکراین د ځواکونو په وړاندې په بیلابیلو سیمو کې په مستقیمو جنګي او دفاعي عملیاتو کې برخه اخلي.
د اوکراین د ولسمشر په وینا، دغه شخړې د دې هېواد د یو شمېر پوځیانو د وژل کېدو لامل شوې دي.