ورزش

د هېواد د کرکټ لوبغاړي د بنګله دېش پر وړاندې ميدان ته ښکته کېږي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د بنګله دېش پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

دا لوبه د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ دقيقې د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې دویمه لوبه ده چې د بنګله دېش پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې ترسره کوي.

د دې سیالیو درېیمه لوبه به د دوشنبې په ورځ (لړم۲۱مه) ترسره شي.

په لومړۍ لوبه کې افغانستان بنګله دېش ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړه.

دا لوبې به د افغانستان په کوربه توب په شارجه ښار کې ترسره شي.

په لومړۍ لوبه کې الله محمد غضنفر د بنګله دېش لوبډلې د شپږو وېکټو په اخيستلو د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د کرېکټ کارپوهانو لا دمخه وړاندوینه کړې وه چې په دویمه لوبه کې ۶۳ سلنه د افغانستان په ګټه او ۳۶ سلنه د بنګله دیش په ګټه ده.