نړۍ

د امریکا په ځینو برخو کې رایه اچونه له نيمې شپې وروسته پیل شوه

د متحده ایالاتو په ځایی وخت له نیمې شپې وروسته د متحده ایالاتو – کاناډا پولې ته نږدې د نیو همپشایر په یوه کوچني سیمه کې رایه اچونه پيل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه څه باندې ۷۸ میلیونه رایې ثبت شوې دي.

امریکایان د خپل نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ټولټاکنو ته ځي.

کامالا هرېس او ډونالډ ټرمپ هر یو د ګټلو لپاره لږترلږه ٢٧٠ الکټرول( ايالتي) رایو ته اړتیا لري.

کلیدي ایالتونه لکه آریزونا، جورجیا، ميشیګان، نیواډا، شمالي کارولینا، پنسلوانیا او ویسکانسن به د دوی په بریا کې پرېکنده رول ولوبوي.

په نیو همپشایر کې د ډیکسویل ناچ په نوم په یوه کوچنۍ سیمه کې ، چې د لسیزو زاړه دود سره سم یې له نيمې شپې وروسته خپلې رایې پیل کړې او بندې کړې ، هرېس او ټرمپ هر یو درې رایې ترلاسه کړې.

نوماندانو تېره شپه په مهمو ایالتونو کې خپل وروستی کمپاین ترسره کړ.

هرېس په پنسلوانیا کې خپل ١٠٧ ورځنی کمپاین پای ته ورساوه، پداسې حال کې چې ټرمپ په میشیګان کې وینا کوله. هغه ایالت چیرې چې هغه د ولسمشرۍ درې کمپاینونه پای ته رسولي دي.