د برېټانيا کارګر ګوند چې مشري یې د برتانیا لومړی وزیر کایر سټارمر کوي، د افغانستان، ایران او سوریې په څېر هېوادونو څخه د کډوالو منلو د «پروسې د ګړندي کولو» لپاره د نوي پلانونو له امله له پراخو نیوکو سره مخ شوی.
د برېټانيا لومړى وزیر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پلان لري ټولې قضیې په چټکۍ سره وڅېړي ترڅو د پاتې پناه غوښتنې دوسیې کمې کړي.
د برېټانيوي رسنیو د راپورونو له مخې دا پروګرام د بېلابېلو غبرګون سره مخ شوی او ځینو پناه غوښتونکو په برېټانيا کې د پناه اخیستو لپاره د خپل عمر په اړه دروغ ویلي دي.
د برېټانيا د پناه غوښتونکو د یوې ادارې مشر آلپ محمد په دې پرېکړه سختې نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده چې دا به په سیمه ييزو چارواکو بوج زیات کړي او برېټانيا ته به د کډوالو د لا زيات راتګ لامل شي.
خو په ورته وخت کې د برېټانيا لومړي وزير په ګلاسکو کې د انټرپول په عمومي غونډه کې اعلان وکړ چې د هېواد د پولو د امنیت د ټینګښت لپاره یې ۷۵ میلیونه پونډه ځانګړي کړي دي او هغه او د برېټانيا د کورنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې د انساني قاچاق له شبکو سره به پرېکنده چلند وکړي.
د دې راپور له مخې، د دې بودجې یوه برخه د پناه غوښتونکو د پاتې قضیو د حل لپاره ځانګړې شوې ده. خو د آلپ محمد په وینا دا پلان د پولې ادارې ته د تسلمېدو په معنا دی.
دې بحثونه په داسې حال کې زور اخیستی چې د احصایو له مخې په انګلستان کې د لسګونو زرو کډوالو د استوګنې لګښت هره ورځ ۴.٢ ميلیون پونډو ته رسیږي.
د کاير سټارمر د حکومت مخالفین په دې باور دي چې دا پالېسي یوازې په برتانوي مالیه ورکونکو بوج اچوي خو هېواد ته د کډوالو د کښتیو د ننوتلو مخه نشي نیولی.
د دې نیوکې په ځواب کې د کارګر ګوند یوې سرچینې ويلي چې دوی هڅه کوي د هغو قضیو د شاتګ کچه راټیټه کړي چې تېر حکومت پخپل حال کې پرېښي وې.
د دغو انتقادونو په ځواب کې کاير سټارمر ټینګار وکړ چې د پناه غوښتنې دوسیې باید په چټکۍ سره وڅېړل شي او دا اړینه ده چې لومړیتوب ورکړل شي