نړۍ

د ایران سپاه پاسداران یو قوماندان او یو غړی د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې ووژل شول

د ایران د سپاه پاسداران دوه غړي پرون (دوشنبه د عقرب ۱۴ مه) د ایران په جنوب ختیځه سیمه کې د «جايرو پلين» په نوم د یوې سپکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې وژل شول.

د رویټرز د راپور له مخې، دا پېښه د سیستان او بلوچستان ولایت په سيريکان ولسوالۍ او د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د دغه راپور له مخې په دغه پېښه کې د ایران د  د سپاه پاسداران یو قوماندان حمید مازندراني له خپل پیلوټ سره مړ شوى دى.

د یادولو وړ ده چې د سیستان او بلوچستان سیمه له کالونو راهیسې د ایران د امنیتي ځواکونو او سني ملېشه ډلو او همدارنګه د نشه يي توکو د قاچاقبرانو ترمنځ د جګړو ډګر دی.

تر اوسه پورې د ایران د سپاه پاسداران د دغه قوماندان د حضور د علت په اړه چې د ایران په جنوب ختیځ کې د دغه هیواد په شمال ګلستان کې یې ماموریت درلود، جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ایراني رسنیو ویلي چې ښاغلی مازندراني د جنګي عملیاتو پر مهال په دغه پېښه کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د ایران د سرحدي ځواک لس تنه سرتېري په همدې ولایت «سیستان او بلوچستان» کې له «مشکوک سني ملېشو» سره په نښته کې ووژل شول.