نړۍ

د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ۱۰ تنه ووژل شول

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ایالت کې د ګزمې د دوو واحدونو  ۱۰ سرحدي ساتونکي وژل شوي دي.

په همدې حال کې د ایران پوځي قومندانۍ د اطلاعاتو مرکز په یوه خبرپاڼه کې دغه پېښه تائید کړې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزارت هم دغه برید ترهګريز بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد پوله ساتونکي د سیستان او بلوچستان سیمې د تفتان ښار په ګوهرکوى کې وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.