نړۍ

پاکستان پر ایران د اسراٸيلو برید د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه وبلله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسرائیلو د توغندیز برید په غبرګون کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو قوانینو څخه «ستره سرغړونه» ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا بریدونه په سیمه کې سوله او ثبات زیانمنوي او په سیمه کې د «خطرناکو» جګړو د زیاتېدو لامل کېږي.

دغه هېواد اسراییل په سیمه کې د جګړې د پراخېدو او سختېدو مسوول وباله.

له بلې خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي دي چې د اسرائیلو دا برید «د ایران له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه» ده.

هغه پر ایران د اسرائیلو برید غندلی او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو او نړیوالې سولې او امنیت ته د ګواښ لامل کېږي.

اسراییلو نن سهار په درېیو څپو کې د ایران پر اهدافو بریدونه وکړل، د دغه هېواد د رسنیو په وینا، په دغو بریدونو کې تر سلو زیاتو جنګي او بې پیلوټه الوتکو برخه اخیستې وه.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، په دغو بریدونو کې یې د هوايي دفاع شاوخوا شل مرکزونه او د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د جوړولو مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران له سپاه پاسداران سره تړلي فارس خبري اژانس هم له دې مخکې تایید کړې وه چې په دغه هېواد کې یو شمېر پوځي مرکزونه د اسرائیلو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

ایران او عراق د دغو هېوادونو په ټولو هوايي ډګرونو کې خپلې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې تړلې دي.

تر اوسه په ایران کې د توغندیو د توغول شویو او بې پیلوټه الوتکو د شمېر په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

ایراني رسنیو د دغو بریدونو د مرګ- ژوبلې او زیان په اړه څه نه دي ویلي.