نړۍ

اسرائیلي پوځ: که ایران کومه «تېروتنه» وکړي، ځواب به یې ورکړو

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، که ایران کومه « تېروتنه وکړي» او تاوتریخوالی زیات کړي، نو هېواد به یې ځواب ورکړي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه ویلي چې دغه هېواد د شنبې په سهار پر ایران «کره بریدونه» کړي دي.

ښاغلي هاګاري ويلي: «مونږ د ایران په مختلفو سیمو کې په مختلفو هدفونو باندې په دقیق او کره ډول بريدونه وکړل. د ایران د رژیم پر ضد د برید هدفونه پوره شوي او اوس اسرائیل په ایران کې د هوايي حریم ازادي لري.»

د اسرائیلو د پوځ ویاند زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې «د توغندیو د تولید ځایونه، له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي توغندي او د ایران هوايي دفاع سيسټم» په نښه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دا هدفونه د مختلفو هدفونو له منځه ټاکل شوي او که اړتیا وي، د اسراییل پوځ کولی شي نور هدفونه وټاکي او بریدونه وکړي.

تر دې مخکې اسرائیلي رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله ویلي و، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه په درېیو څپو ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۲۰ ایراني الوتکي او ډرون مرکزونه په نښه شوي دي.

د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلې رسنۍ فارس خبري اژانس هم تایید کړې چې په دغه هېواد کې یو شمېر پوځي مرکزونه د اسرائیلو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

ایران او عراق د دغو هېوادونو په ټولو هوايي ډګرونو کې خپلې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې تړلې دي.

تر اوسه په ایران کې د توغندیو د توغول شویو او بې پیلوټه الوتکو د شمېر په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

ایراني رسنیو د دغو بریدونو د مرګ-ژوبلې او زیان په اړه څه نه دي ویلي.