سویلي آسیا

د عمران خان مېرمن بشرا بي بي له ۹ میاشتو بند وروسته خوشې شوه

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان مېرمن بشرا بي بي له ۹ میاشتو بند وروسته خوشې شوه.

بشرا بي بي چې ۹ میاشتې وړاندې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د ۵۰۱ زره ډالرو په ارزښت د دولتي تحفو د غیر قانوني پلورلو په تور نیول شوې وه، د پنجشنبې په ورځ له بنده خوشې شوه.

د اسلام اباد سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د عمران خان مېرمن به په ضمانت خوشې شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په کراتو ویلي چې د عمران خان، بشری بي بي او شاه محمود قریشي دوسیې جعلي دي او سیاسي انګېزه لري.