ورزش

د هېواد د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډله د مکاٸو پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام د غوراوي سیالیو په چوکاټ کې له مکاٸو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

دا لوبه به نن (چهارشنبه،لړم ۲) د کابل پر وخت ۱:۳۰ دقيقې ترسره شي.

د يادولو وړ ده، چې دا په دې سیالیو کې د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو دویمه لوبه ده.

د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې تر دې وړاندې هم فیلیپین ته ماتې ورکړې وه.

د اسیا د ملتونو د جام مقدماتي لوبې د کامبوج په کوربه توب ترسره کېږي.