د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبغاړي د غوراوي په سیالیو کې د فېلیپین پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
دا لوبه به نن (دوشنبه، تلې ۳۰مه) د کمبوډیا په کوربه توب د ماسپښین ۱:۳۰ دقيقې پیل شي.
د يادونې وړ ده، چې دا لوبه به «د اسيايي ملتونو د جام» د مقدماتي سياليو په چوکاټ کې ترسره شي.
د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبغاړي د کمبودیا، فیلیپین، بنګله دېش او ماکوټو په يوه ګروپ کې سره لوبېږي.