نړۍ

عراقچي: په سیمه کې د جګړې خپرېدل يو «جدي احتمال» دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې په سیمه کې د جګړې د خپرېدو احتمال اوس هم «جدي» دی او زیاته کړې یې ده چې «په سیمه کې له اسراٸيلو پرته بل څوک دا وضعیت نه غواړي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، په غزه کې نسل وژنه او په لبنان کې جنایتونه باید سمدستي ودرول شي او ټول اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلو د مخنیوي لپاره خپل ټول توان وکاروي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي عراقچي په دې خبري غونډه کې وویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه د ترکیې او ایران ستونزه ده. هغه زياته کړه، د پولو امنيت، د چاپېريال ساتنې مسئلې، د انرژۍ او ګډې پانګونې په برخه کې د همکاريو زياتوالى، د بانکي اړيکو پياوړتيا، ګرځندوى او له اټومي انرژۍ څخه سوله ييزه ګټه اخيستنه د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره د ده د خبرو موضوعات وو.

ښاغلی عراقچي وايي:«  سیمه د باردو بشکې په څېر شوې ده، چې نړۍ ته جدي خطر پېښولی شي، د جګړې احتمال لا هم جدي دی او له اسراٸیلو پرته بل څوک دا مسئله نه غواړي؛ خو موږ هر ډول سناریو ته چمتو یو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې له اسراٸيلو د امریکا ملاتړ نتانیاهو زړور کړی دى او هیواد يې د نړیوالو مقرراتو په سرغړونې کې «هیڅ محدودیت» نلري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په دې خبري غونډه کې وویل: «مونږ د دوه اړخېزو او سیمه ایزو اړیکو د پراختیا په هکله د ایران له پیغامونو څخه خوشحاله یو. ځکه دواړه لوري د سیمې د پخوانیو هېوادونو څخه  دي، چې موخه يې په سیمه کې سوله او ثبات دى.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اکټوبر په لومړۍ نېټه پر اسرائیلو د ایران له توغندیز برید وروسته د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په ګډون اسرائیلي چارواکو په وار وار خبرداری ورکړی چې د ایران پر ضد به انتقامي بريدوته ترسره کړي.

مخکې رویټرز د اسراٸیلي سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې نتانیاهو د ایران په خاوره کې د بریدونو هدفونه تصویب کړل. خو سرچينې د بريد د کره وخت په اړه څه نه دي ويلي.