سوداګري

افغانستان په شپږو میاشتو کې ۶۳۵ ټنه زعفران او هينجه صادر کړي 

افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۳۵ ټنه زعفران او هينجه صادر کړي دي.

ګلوبل ټایمز ویلي چې د دې صادراتو ټولیز ارزښت ۷۷،۵ میلیونه ډالره دی.

دې ورځپاڼې د طالبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ویاند جاوید آخندزاده په حواله ویلي، چې په دې موده کې افغانستان د ۲۰،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه زعفران او د ۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۱۷ ټنه هينجه صادر کړي دي

د دغه راپور پر بنسټ، دغه صادرات په عمده توګه د چین، سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، هند، هسپانیې، جرمنی، ازبکستان، اندونیزیا، امریکا او بریتانیا هېوادونو بازارونو ته شوی دی.

د يادونې وړ ده چې هينجه د منځنۍ اسيا او ختيځ ايران بومي بوټى دی چې د ژېړ ګلان او غټې ريښي لري، چې په درملو کې ترې کار اخيستل کېږي او دا مهال په افغانستان کې کرل کېږي.

له بلې خوا د افغانستان زعفران هم د نړۍ یو له غوره زعفرانو څخه شمېرل کیږي.