سوداګري

په کابل کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو يودېرشم نندارتون پرانیستل شو

د مالدارۍ او کرنيزو محصولاتو  يو دېرشم نندارتون نن (چهارشنبه) په ورځ د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شو.

په دغه څلور ورځني نندارتون کې کرنیز محصولات، بڼوالۍ، مالدارۍ، کرنیز ماشینونه، زعفران، طبي بوټي، د اوبولګولو وسایل، مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي، د لمریزې برېښنا د تولید وسایل، کرنیز فعالیتونه او لاسي صنایع شامل دي چې د خلکو د لیدو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

د طالبانو د رٸيس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په افغانستان کې د کرنې د سکټور د میکانیزه کولو لپاره مهم پروګرامونه پلان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو کروندګر د خپلو محصولاتو د ذخيره کولو لپاره د سړو خونو د نشتوالي له امله نیوکه کوي.

په دې وروستیو کې په هرات کې کروندګرو آمو ته ویلي چې د داخلي ملاتړ او د ملاتړو بنسټونو د نشتوالي له امله اړ دي چې د پیازو محصولات په ټیټه بیه وپلوري.

دوی وايي چې د کافي اوبو او کیمیاوي سرې نشتوالی نورې ننګونې دي چې تل ورسره لاس او ګرېوان دي.