سوداګري

چین پر افغاني توکو ګمرکي تعرفه معاف کړه

چین دغه د افغانستان ته د افغاني توکو پر صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړه.

په چين کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي څانګې مشر ليو جين سونک ياده موضوع په دغه هېواد کې د طالبانو له خوا له ټاکل شوي سفير بلال کريمي سره په کتنه کې څرګنده کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې چین د افغانستان په ګډون د ۴۰ هېوادونو پر مالونو ګمرکي تعرفې معاف کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر سوداګر وايي، چې دوی د توکو د صادراتو په برخه کې له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي، چې په کې بانکي ستونزې، په بندرونو کې د سړو خونو نشتوالی او د تعرفو لوړوالی شامل دي.

د هېواد دغه سوداګر زیاتوي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې پر افغان بانکونو د نړیوالو بندیزونو دوی د پیسو په لېږد کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.