نړۍ

اسرائیلي پوځ د لبنان په جنوب کې د رومیه کلي ته ننوتلو هڅه کوي

حزب الله نن سهار (یکشنبه د تلې ۲۲مه) اعلان وکړ چې اسرائیلي پوځ هڅه کوي د لبنان په جنوب کې د رومیه کلي ته ننوځي. خو دې ډلې تر اوسه د دې مخه نیولې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د دغو شخړو د زیاتېدو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو یو سوله ساتونکی هم ټپي شوی دی.

په همدې حال کې د اسرائیلو پوځ د جزئیاتو له ورکولو پرته اعلان وکړ چې د لبنان حزب الله د شنبې په ورځ د دغه هېواد پر خاوره ۳۲۰ توغندي او راکټونه توغولي دي.

په ورته وخت کې اسراٸیل د خپلو ځینو شمالي ښارونو شاوخوا سیمې د خلکو پر مخ تړلې اعلان کړې دي.

په عين حال کې دغه خبري اژانس وايي، په لبنان کې د حنوب د ۲۳ کلیو د تخليې امر صادر شوی، څو اوسېدونکي یې د «عوالی» په نامه سیند شمال لوري ته چې د مدیترانې سمندر د بيقاع درې له لوېدیځ څخه بهېږي، د وتلو امر صادر کړي.

د اسراٸيلو پوځ ویلي دي چې د حزب الله د فعالیتونو د زیاتېدو له امله د اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره وتل اړین دي او ادعا یې کړې چې دغه ډله په دې سیمو کې د وسلو د پټولو او پر اسراییلو د بریدونو لپاره کار اخلي.

خو د لبنان حزب الله د ملکي وګړو په منځ کې د وسلو پټول ردوي.