نړۍ

د پوتین او پزشکيان لمړنۍ لیدنه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان په ترکمنستان کې د تهران او مسکو ترمنځ د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د دوه اړخېزو اقتصادی اړیکو د پراختیا او په نړیوالو چارو کې د تهران او مسکو د ورته نظرونو هرکلی کړی دی.

په دې کتنه کې ولادیمیر پوتین له مسعود پزشکيان څخه وغوښتل چې د یوه رسمي سفر په ترڅ کې مسکو ته ورشي او ښاغلي پزشکيان هم د هغه غوښتنه منلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه د اکتوبر په ٢٢ او ٢۴ په کازان کې د برېکس سرمشریزې کوربه ده.

د يادونې وړ ده، چې دغه ليدنه پرون (جمعه د تلې په ٢٠مه) په ترکمنستان کې ترسره شوه.

په دې ليدنه کې مسعود پزشکيان د روسیې ولسمشر ته ويلي: « له اقتصادي او فرهنګي پلوه زموږ اړیکې ورځ په ورځ غښتلې کېږي.»

هغه زیاته کړه د ایران او روسیې ترمنځ د ملګرتیا د پراختیا بهیر باید د دواړو هیوادونو د مشرانو له ارادې سره سم د دغو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګړندی شي.

د روسیې د تأس خبري اژانس د راپور له مخې دواړو لورو په دې خبرو کې د دوه اړخېزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې پر ځینو مسایلو هم هوکړه کړې ده.