د آمو حوزه

 تاجکستاني چارواکى: د تاجکستان او روسیې ترمنځ خبرې په افغانستان کې پر امنیتي ستونزو متمرکزې وې

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال صادق امامي وايي، د تاجکستان او روسیې ترمنځ په بین‌الپارلماني غونډه کې د مسکو او دوشنبې ترمنځ امنیتي همکارۍ تر ډېره د افغانستان پر مسئلې متمرکزې وې.

د هغه په ​​وينا، د لوېديځ ايتلاف له وتلو وروسته د دغه هېواد وضعيت د اندېښنې وړ دى او هغه وضعيت چې په دغه هېواد کې روان دى، ډېر متضاد دى.

د تاس خبری اژانس د راپور له مخې امامی وویل: « زمونږ د هېوادونو ترمنځ امنیتی تعامل د افغانستان په مسئله باندې زیات متمرکز دى»

دغه تاجک چارواکي ټینګار وکړ چې د مذهبي افراطیت ایډیالوژې په سیمه کې پر امنیتي وضعیت جدي اغېز کوي او له همدې امله «د افغان چارواکو د اهدافو په اړه باید هیڅ فکر ونه شي.»

د تاجکستان دغه لوړپوړي ديپلومات وويل چې د تروريستي ډلو د فعاليتونو د پراختيا او د نشه يي توکو د قاچاق زياتوالى د اندېښنې وړ دى.

هغه ټینګار وکړ:« له همدې امله زموږ هېوادونه همغږي دي چې د افغانستان د ټولو سیاسي او قومي قوتونو د استازو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په موخه سوله يیزې خبرې اترې د دغه هېواد د سوله يیز پرمختګ لپاره یو مهم تضمین دى».

دبهرنيو چارو دوزير مرستيال دغه راز ټينګار وکړ چې تاجکستان د افغانستان له خلکو سره چې له ډېرې مودې راپدېخوا ځپل شوي دي د مرستې په خاطر د دغې غوښتنې ملاتړ کوي.

تاجکستان چې د افغانستان له ګاونډیانو څخه دی، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تل يې له دغه هېواده د ترهګرو او نشه يي توکو د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغه هېواد لوړ پوړو چارواکو په نړیوالو غونډو کې په افغانستان کې د یوه ټولګونم حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.