نړۍ

په ډنمارک کې د اسراٸيلو سفارت ته څېرمه چاودنه شوې ده

پر اسرائیلو باندې د حماس د بريد په لومړۍ کالیزې کې د ډنمارک پولیسو په دغه هېواد کې د اسرائیلو سفارت ته نږدې د یوې بلې چاودنې خبر ورکړ.

د ډنمارک پولیسو اعلان کړى، چې دغه چاودنه په کوپنهاګن کې د اسرائیلو له سفارت له ودانۍ څخه ۵۰۰ متره لیرې له دوه چاودنوڅخه پنځه ورځې وروسته شوې ده.

د دغه هیواد د پولیسو مشر تیرينين مولر رسنیو ته ويلي: «موږ په دې اړه څېړنه کوو چې آیا دا پېښه د اسرائیلو په سفارت کې له پخوانۍ پېښې سره تړاو لري او که نه.»

په همدې حال کې د سویډن استخباراتي ادارې (ساپو) ویلي چې ښايي ایران په ډنمارک کې د اکټوبر د دوهمې په چاودنو او همدارنګه په سټاکهلم کې د اسرائیلو سفارت ته څېرمه د تېرې ورځې په ډزو کې لاس ولري.