نړۍ

په بیروت کې د اسراٸیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول

نن (پنجشنبه د تلې ۱۲مه) د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، اسراییل وايي، دقیق بریدونه یې کړي؛ خو د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د لبنان یوه امنیتي چارواکي دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې د بیروت د مرکز په باچوره سیمه کې د دغه هېواد پارلمان ته نږدې چاودنه شوې ده.

ځايي اوسېدونکو ويلي، چې په دې سيمه کې يې د يوې درنې چاودنې غږ اورېدلى دى.

د لبنان د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز وايي یو عکس چې د لبنان په واټس اپ ګروپونو کې لاس په لاس کېږي یوه خرابه ویجاړه شوې ودانۍ ښیي چې لومړی پوړ يې سوځیدلی؛ خو نشي کولی تایید يې کړي.

په همدې حال کې د لبنان امنیتي چارواکو ویلي چې درې راکټونه هم د ضاحيه په جنوبي ښارګوټي لګېدلي دي. هغه ځاى چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د اسرائیلو له خوا په نښه شو او له خپلو ملګرو سره ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د سه شنبې په ورځ ایران تر ۱۸۰ ډېر بالستیک توغندي د اسرائیلو پر اهدافو وتوغول. یو برید چې بنیامین نتانیاهو وویل بې ځوابه به پاتې نشي.

ایراني چارواکو ویلي، دا برید یې په تهران کې د لبنان د حزب الله پر مشر حسن نصرالله او د حماس پر مشر اسماعیل هنیه د برید په غبرګون کې کړی دی.