د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو د اسرائیلو پر خاوره د ایران توغندیز بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغه بریدونه «بې ګناه ملکي وګړي» له خطر سره مخامخ کوي.
ښاغلي تروډو پر اېکس ويلي چې کاناډا د دې بریدونو په وړاندې د دفاع لپاره د اسراییلو ملاتړ کوي.
هغه ټینګار وکړ: «موږ په ټوله سیمه کې د تاوتریخوالی د کمولو او د ټولو ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپله غوښتنه تکراروو.»
دا په داسې حال کې ده، چې ایران له پرون( سه شنبه، تلې١٠مه) ماښام راهیسې پر اسرائیلو ۱۸۰ توغندي توغولي دي.
ظاهراً داسې ښکاري چې د ایران دغه توغندیز بریدونه په جنوبي بیروت کې د جمعې د ورځې د اسرائیلو د بریدونو په غچ کې دي چې د حزب الله مشر حسن نصرالله او یو شمېر نور کسان په کې ووژل شول. یوه ډله چې ویل کیږي د ایران لخوا یې ملاتړ کېږي.
په همدې حال کې د برېټانیې لومړي وزیر کایر سټارمر اعلان وکړ: «موږ د اسراٸیلو تر څنګ ولاړ یو او د تېري په وړاندې د ځان د دفاع حق په رسمیت پېژنو.» خو هغه اسرائیلو ته د برېڼانیې د پوځي مرستو یادونه ونه کړه.
سټارمر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې، زیاته کړه چې هغه د ایران هغه هڅې په کلکه غندي چې «بې ګناه اسراییلي اتباعو ته زیان رسوي» او«سیمه د کړکېچ کندې ته نږدې کوي.»
د برېټانيا لومړي وزیر ټینګار وکړ چې ایران باید د خپلو «حزب الله په څېر نيابتي ځواکونو» لخوا خپل بریدونه ودروي او زیاته یې کړه: «موږ د اسراییلو د مشروع غوښتنې ملاتړ کوو چې د خپلو خلکو امنیت تامین کړي.»
له بلې خوا، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان مخکې ویلي وو چې پر اسراییلو د ایران توغندیز برید «ناکام او بې اغیزې ښکاري».
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې همداراز ويلي، چې امریکا په دې برخه کې له اسراییلو سره خبرې پیل کړي او دا خبرې به دوام ولري. خو نوموړي د خبرو په اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
ښاغلي سالیوان تایید کړه چې ایران د برید پر مهال پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ بالستیک توغندي توغولي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا سمندري ځواکونو د ځینو توغندیو په شنډولو او له منځه وړلو کې لاس درلود.
د يادونې وړ ده، چې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو د دغه هېواد پر خاوره د ايران توغنديز بريدونه يوه ستره تېروتنه بللې او خبرداری يې ورکړی، چې ايران به يې تاوان پرې کړي.
د اروپايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اسرائیلو پوځ له دې مخکې ویلي و چې د ایران له خوا د توغندیو د برید ځواب به ورکوي. یو برید چې ایران يې د اسراییلو بریدونو ته «منطقي او مشروع ځواب» بولي.