د جوبایډن مرستیاله او د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډیموکراټانو نومانده کامالا هرېس وايي، ایران په منځني ختیځ کې یو «خطرناک»، «بې ثباته کوونکی» ځواک دی او واشنګټن د اسرائیلو امنیت ته ژمن دی.
د رویټرز د راپور له مخې، مېرمن هرېس وویل: «دا ماته بالکل څرګنده ده چې ایران په منځني ختیځ کې یو بې ثباته کوونکی او خطرناک ځواک دی. زه به ډاډ ورکړم چې اسراٸیل تل د دې وړتیا لري چې د ایران او د ایران له ملاتړه برخمنو تروریستي ډلو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.»
په همدې حال کې د اسراٸيلو د پوځ په وینا، ایران له پرون ماښام راهیسې په دغه هېواد کې پر هدفونو ۱۸۰ توغندي توغولي دي.
ظاهراً داسې ښکاري چې د ایران دغه توغندیز بریدونه په جنوبي بیروت کې د جمعې د ورځې د اسرائیلو د بریدونو په غچ کې دي چې د حزب الله مشر حسن نصرالله او یو شمېر نور کسان په کې ووژل شول. یوه ډله چې ویل کیږي د ایران لخوا یې ملاتړ کیږي.
په همدې حال کې کامالا هرېس پر اسرائیلو د ایران د توغندیو د بریدونو په تړاو ویلي: «زه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د هغه حکم چې د امریکا د پوځ لهخوا د ایراني توغندیو په نښه کولو لپاره پر اسرائیلو توغول شوي بشپړ ملاتړ کوم، لومړني شواهد ښیي چې اسراییلو زموږ په مرسته دا بریدونه شنډ کړل.»
خو پخواني ولسمشر او د امریکا ولسمشريزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ د کامالا هرېس د دغو څرګندونو په تړاو ویلي چې په راتلونکو ټاکنو کې د مېرمن هرېس بریا به په نړۍ کې د پراخې ګډوډۍ لامل شي.
هغه د ویسکانسن په ایالت کې په یوه وینا کې وویل: «زه له څه مودې راهیسې د دریمې نړیوالې جګړې په اړه خبرې کوم او زه نه غواړم وړاندوینې وکړم؛ ځکه چې دا وړاندوینې تل ریښتیا کیږي. مګر موږ یو نړیوال ناورین ته ډېر نږدې یو.»
هغه زیاته کړه: «که زه په واک کې وای، نو د اسراییلو نننی برید به هیڅکله نه وای شوی. ټول هغه څه چې موږ یې په اړه خبرې کوو هیڅکله به نه واى پېښ شوي. د هغه ناورین زيږونکو وتلو په ګډون چې موږ یې ډیر بد ښکاره کړو.»
په دې وینا کې ښاغلي ټرمپ د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته اشاره وکړه.
د ياولو وړ دا، چې ایران د سه شنبې په ماښام پر اسرائیلو لسګونه توغندي وتوغول. د آمو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د تهران او تبریز په اوږدو کې د دغو توغندیو تېرېدنه لیدل کېږي.
د اسراٸيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو پر خپل هېواد د ايران توغنديز بريد يوه «لويه تېروتنه» بللې او ويلي يې دي، چې د ايران حکومت به د دغه عمل بيه پرې کړي.