د هالنډ پخوانی لومړی وزیر مارک روته به نن (سه شنبه د میزان ۱۰مه) د ناټو د عمومي منشي په توګه خپل ماموریت پیل کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ناټو چارواکي او ډیپلوماتان تمه لري چې روته به په ٣٢ غړیو لرونکو اٸتلاف کې د سټولټنبرګ لومړیتوبونه وساتي او د اوکراین ملاتړ به زیات کړي.
په دغه اتحاد کې چارواکو له ښاغلي روته څخه وغوښتل چې د ناټو غړي هېوادونه وهڅوي چې په دفاع کې ډېر لګښت وکړي او متحده ایالات د اروپا په امنیت کې ښکېل وساتي.
د يادولو وړ ده، چې ښاغلي روته چې د هالنډ د لومړي وزير په توګه له څوارلسو کلونو وروسته سږ کال استعفا وکړه، تل د اوکراين ملاتړی بلل شوی دی.
ډیپلوماتان او شنونکي وايي چې د ښاغلي روته یو له مهمو دندو څخه به دا وي چې د ناټو غړي دې ته وهڅوي چې اضافي سرتېري، وسلې او لګښتونه چمتو کړي ترڅو نوي دفاعي پلانونه په بشپړه توګه پلي کړي.
متحده ایالات د ناټو اصلي ځواک دی؛ خو دغه ائتلاف خپلې پرېکړې په اتفاق سره کوي. له همدې امله، د سرمنشي د دندې لویه برخه د متحدینو ترمنځ جوړجاړی دی.
دغه ډيپلوماتان وايي چې د ايتلافي حکومتونو په اداره کولو کې د روته اوږده تجربه هغه د دې نوي رول لپاره مناسبه بولي.
خو دوی ټینګار کړی چې هغه ممکن په ځینو وختونو کې مجبور شي د نورو اروپایي هېوادونو په څرګند ډول د انتقاد کولو او په مالي لګښت ټینګار وکړي چې ختیځ اروپایانو د ناراضايتۍ سبب ګرځي چې د دفاعي پروژو لپاره د اروپايي اتحادیې ګډ پور غواړي.