نړۍ

په امریکا کې د کیمیاوي فابریکې کې د اورلګېدنې له امله ۱۷ زره کسان کډه کولو ته اړ شول

 د امریکا د جورجیا ایالت په کانیرز کې د بايولب کیمیاوي فابریکې کې د اورلګېدنې وروسته چارواکي اړ شوي چې ١٧زره تنه وباسي.

دا اورلګېدنه د یکشنبې په سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د دغې فابریکې د اوبو څاڅونکى سیسټم له کاره ولوېد او په فابریکه کې دننه کیمیاوي موادو غبرګون وښود او اور یې واخیست.

د دغه هېواد چارواکي وايي، چې اور په لومړي سر کې کابو شوی و، خو پرون له غرمې وروسته یو ځل بیا اور ولګېد او لوګي يې په هوا کې خپاره شول.

د دغه هېواد چارواکو همداراز د هوا د زهرجنېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.