د اترېش د «آزادۍ» په نامه سخت دریځه ښي اړخي ګوند چې د کډوالۍ ضد، د اروپایې اتحادیې پر ضد او روسیې ته نږدې دی، د دې هیواد پارلماني ټاکنې د نورو ګوندونو په پرتله د زیاتو رایو په خپلولو سره وګټلې.
رویټرز راپور ورکړی چې دا د ازادۍ ګوند لپاره یوه تاریخي بریا ده چې په اترېش کې د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره یو ملګري ته اړتیا لري.
د لومړنیو پایلو د اعلان له مخې دغه ګوند د ۲۹.۱ سلنه رایو په ګټلو سره د خلکو ګوند د ۲۶.۲ سلنه او سوسیال دیموکرات ګوند د ۲۰.۴ سلنه رایو په ګټلو سره مخکې دی. خو د حکومت جوړولو لپاره به آزاد ګوند له نورو ګوندونو سره ایتلاف ته اړتیا ولري.
د يادولو وړ ده، چې د آزادۍ ګوند بريا، چې له اروپايي ټولنې شکمن او له روسيې سره دوستي لري، په اروپا کې د ښي اړخو د وروستي ودې يو بل مهم پړاو بلل کېږي.
د هربرټ کیکل په مشرۍ دغه ګوند په وروستیو میاشتو کې په ټولپوښتنه کې وتوانید چې د لومړي وزیر کارل نیهامر په مشرۍ د اتریش د خلکو واکمن ګوند ته ماته ورکړي.
کیکل خپلو پلویانو ته وویل: «سبا به آبي دوشنبه وي، او بیا به موږ هڅه وکړو چې په سلو کې ٢٩ په دې هیواد کې په يو سیاسي واقعیت بدل کړو.»
ښاغلي کیکل، یو پارونکي او دوه قطبي شخصیت چې د مجارستان د لومړي وزیر ویکتور اوربان سره متحد دی، په اترېش کې د نورو ټولو ګوندونو سره د خبرو اترو وړاندیز هم کړی دی.
د اتریش انتخابات په داسې ډول تنظیم شوي چې ګوندونه په عمده توګه په ایتلاف کې واکمن دي.