نړۍ

 رویټرز: د لبنان د حزب الله مشر ژوندی دی

رویټرز په لبنان کې حزب الله ته د یوې نږدې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د دې ډلې مشر حسن نصرالله دی.

تر دې مخکې اکسوس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د جمعې په ورځ د اسرائیلو په بریدونو کې د لبنان د حزب الله د مشر مرکز په نښه شوی دی.

د حزب الله د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د اسراٸیلو د بریدونو په اړه هیڅ یوه څرګندونه ریښتیا نه ده. خو نوموړي د دې ډلې د مشر د برخلیک په اړه څه نه دي ويلي.

یوه لوړپوړي اسراٸیلي چارواکي تر دې مخکې په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي وو: «د حزب الله جګپوړي قومندانان د جمعې په ورځ (د تلې٦مه) په لبنان کې د دې ډلې پر مرکز د اسرائیلو د بریدونو هدف و، خو دا به وخته وي چې ووایو چې ایا په دې برید د حسن نصرالله وژل شوى که نه.»

په ملګرو ملتونو کې د اسراٸیلو سفیر ډني ډانون زیاته کړه چې برید د هغو کسانو یوه غونډه په نښه کړه چې پر اسراییلو يې د برید پلان درلود.

هغه وايي:«کله چې مې وویل دا د بدو لوبغاړو غونډه وه، نصرالله یو له هغو څخه دی. هغه یو ترهګر دی او لاسونه یې د ډېرو امریکایانو او زرګونو اسراٸيلیانو په وینو رنګ شوي دي. نو زه فکر کوم چې هغه باید د دې لپاره مجازات شي. اوس زه دا نه شم تاییدولی چې هغه په ​​دې غونډه کې و که نه، خو کله چې زه د بدو لوبغاړو په اړه خبرې کوم، هغه یو له هغو څخه دی.»

په همدې حال کې د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسراییلو په بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او ۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي او زیاته کړې یې ده چې دا لومړنۍ شمېرې دي.

د حزب الله اړوند المنار ټلویزیون خبر ورکړی، چې په دې بریدونو کې څلور ودانۍ ویجاړې شوې او ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي، چې له حزب الله سره د اسرائیلو د جګړې د زیاتېدو ښکارندويي کوي.

د المنار ټلویزیوني چینل یوه خبریال ویلي، چې دې برید ګڼې لویې کندې جوړې کړې او د برید د موخې شاوخوا ګڼې ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراٸيلو په تېره یوه اونۍ کې د بیروت په جنوب کې چې د لبنان د حزب الله تر کنټرول لاندې دی څلور ځله بریدونه کړي او تر اوسه یې د حزب الله لږ تر لږه درې لوړ پوړي پوځي قوماندانان وژلي دي. خو د جمعې برید خورا پیاوړی و، د څو چاودنو سره چې د ښار ټولې کړکۍ یې ولړزولې، د حزب الله سره د ٢٠٠٦ د جګړې راهيسې د اسراٸیلو د هوایي بریدونو یادونه کوي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي چې د حزب الله د قوماندې مرکز د استوګنې په سیمو کې ژور دی.

د بیروت بریدونه لږ وروسته له هغه وشول چې د اسراٸیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې هغه به په لبنان کې د «ایران پلوه» جنګیالیو بریدونو ته دوام ورکړي. هغه بریدونه چې د سیمه ییزې جګړې د مخنیوي لپاره د اوربند لپاره هیلې يې له منځه وړي دي.

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي ویلي چې د جمعې ورځې برید ښيي چې اسراییل په لبنان کې د اوربند لپاره نړیوالو غوښتنو ته پام نه کوي.

په لبنان کې د ایران سفارت اعلان کړی چې دا برید د یوه خطرناک کړکېچ استازیتوب کوي چې عاملینو ته به یې مناسبه سزا ورکړل شي.

په ملګرو ملتونو کې د شخړو زیاتوالي هم اندېښنې راپورته کړې. فرانسه، چې د اونۍ په پیل کې یې د تاوتریخوالی کمولو لپاره د ٢١ ورځني اوربند وړاندیز وکړ، د هغو هېوادونو څه يوه وه چې اندیښنه یې څرګنده کړه.

د امنیت په شورا کې د فرانسې سفیر نیکولا دی ریویر وویل: «هغه پراخ بریدونه چې نن د بیروت په جنوب کې ترسره شول، ویجاړي یې رامنځ ته کړې او ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده. باید سمدستي ودرول شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ باور لرو چې د حل لاره د ډیپلوماسۍ له لارې ده، نه د شخړې له لارې. په اوس وخت کې ښايي د ډيپلوماسۍ لاره ستونزمنه وي. هو شتون لري، او زموږ په اند دا اړینه ده، موږ به د ټولو اړخونو سره په جدي توګه همکاري وکړو ترڅو دوی وهڅوو چې دا لاره غوره کړي.»

د يادونې وړ ده، چې د جمعې د ورځې برید له حزب الله سره په شاوخوا یوه کال کې په بیروت کې د اسراییلو تر ټولو زورور برید و. د لبنان امنیتي سرچینو ویلي، برید هغه سیمه په نښه کړې چې د حزب الله جګپوړي چارواکي په کې مېشت دي.

په تېره یوه اونۍ کې په لبنان کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې تر ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي او دغه کړکېچ د یوې بلې ویجاړونکې جګړې وېره راپارولې ده.

اسراییل وايي، د بریدونو موخه د هغو زرګونو خلکو خوندي راستنېدل دي چې د حزب الله لخوا د راکټي بریدونو له امله چې د خپل فلسطیني متحد حماس سره په پیوستون په غزه کې له اسراٸیل سره جګړه کوي، له شمالي اسراییلو څخه وتلو ته اړ شوي دي.