نړۍ

پزشکيان: په لبنان کې د اسرائیلو «لیونی بربریت» باید ودرول شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وایي، نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره په سیمه کې تاوتریخوالی ودروي او ژر تر ژره دایمي اوربند رامنځ ته کړي.

هغه د ملګرو ملتونو په عمومي شورا کې وویل چې په لبنان کې د اسرایلو « لیونى بربریت» باید ودرول شي مخکې لدې چې په سیمه او نړۍ کې اور بل کړي.

هغه وويل: «موږ وړاندیز کوو چې ټول فلسطیني خلک، دواړه هغه کسان چې اوس په خپل وطن کې دي او هغه چې د خپلو کورونو او کلیو پرېښودو ته اړ شوي، د خپل راتلونکي په اړه په یوه ملي ټولپوښتنه کې پرېکړه وکړي.»

د ايران ولسمشر  په دې باور دی چې تلپاتې سوله د میکانیزم له لارې ترلاسه کېدای شي. هغه ټینګار وکړ چې دا یوازې په دې طریقه ده چې مسلمانان، یهود او عیسویان کولی شي په یوه خاوره کې په سوله کې او د «توکم پالنې او نژاد پالنې» څخه لرې ژوند وکړي.

مسعود پزشکيان په خپلو خبرو کې د اوکراین او روسیې ترمنځه د سولې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «ایران په داسې حال کې چې د جګړې مخالف دی او په اوکراین کې د پوځي شخړو د چټک بندولو پر اړتیا ټینګار کوي، د هر ډول سوله ییز حل ملاتړ کوي او باور لري بحران یوازې د خبرو اترو له لارې ختمېدای شي.»

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې له برجام څخه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ «یو اړخیزه وتل» په سیاسي ډګر کې د ګواښ او په اقتصادي ډګر کې د قدرت محوره څرګندونه وه.

ښاغلى پزشکيان  وايي:«یو اړخېز بندیزونه خلک په نښه کوي او د ایران د اقتصادي بنسټونو د ویجاړولو هڅه کوي. هدف د ایران خوندي کول دي او پایله یې د ټولو لپاره ناامني ده. د ایران د خلکو په وړاندې د اعظمي فشار پالیسي په داسې حال کې وکارول شوه څنګه چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې لخوا تصدیق شوی، ایران په برجام کې په خپلو ټولو ژمنو پابند و.»