سوداګري

 طالبانو د هېواد له ۲۵۰۰ قیراط څخه زیات زمرد وپلورل

د طالبانو د واکمنۍ لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هېواد ۲زره۶۳۸ قراط زمرد يې پلورلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پلورل شویو زمردو ټولیز ارزښت ۷۴زره۷۵۰ ډالره دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې دوی دغه اندازه زمرد په پنجشیر ولایت کې پلورلي دي.

دا دویم ځل دی چې طالبانو د پنجشیر زمرد پلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له خوا د افغانستان د کانونو په استخراج او پلورلو نیوکه کوي او وايي چې دغه کانونه ملي شتمني دي او باید د خلکو د ګټو لپاره ولګول شي.

دغه هېوادوال زیاتوي چې طالبانو په سیستماتیک ډول د هېواد کانونه استخراج او پلورلي او ډېر قراردادونه هغو شرکتونو او کسانو ته ورکوي چې د دوی د کورنیو غړي وي او یا هم له دوی سره په یو ډول اړیکې ولري.

د هېواد دغه اتباع همداراز د طالبانو له خوا د افغانستان کانونو او طبیعي زېرمو د داوطلبۍ او د قراردادونو په لاسلیکولو کې د روڼتیا پر نشتوالي نیوکه کوي.