سوداګري

سرچينې:طالبان په هرات ښار کې لږ تر لږه ۷۰ صرافان نیولي

په هرات کې سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط آمو ته ویلي چې طالبانو نن (دوشنبه) په هرات ښار کې لږ تر لږه ۷۰ د صرافان نیولي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پيسو بدلوونکي وو او له دې امله نيول شوي، چې د کار جواز يې نه درلود.

د زمري په میاشت کې طالبانو په هرات ښار کې د صرافانو ته د فعالیت لپاره شرایط وضع کړل چې صرفانو په وینا ۸۰ سلنه یې د دغه شرایطو د پوره کولو توان نه لري.

د صرافانو په وینا، طالبانو له دوی څخه د شپږ نیم میلیون افغانیو د تضمین غوښتنه کړې ده.

د طالبانو دغه اقدام دصرافانو د لاریونونو لامل شو.

د زمري په میاشت کې دغو صرافانو په یوه لاریون کې وویل چې طالبانو د هرات د صرافۍ په مارکیټ کې د پیسو د تبادلې نږدې اتیا سلنه دوکانونه تړلي دي.

صرافانو په وینا، د صرافانو د فعاليت لپاره یو بل شرط د پنځه میلیونو افغانیو څخه زیات «بانکي حساب بیانيه» ده.