نړۍ

 نتانیاهو د غزې په شمال کې د حماس د محاصرې پر پلان غور کوي

د اسراٸیلو رسنیو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په حواله ویلي چې هغه د غزې په شمال کې د حماس د «محاصرې» د تکتیکونو کارولو پلان باندې غور کوي.

رویټرز وايي، د اسراٸیلو د لومړي وزیر دفتر په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو دغه راپورونه د دغه هېواد د پارلماني کمېټې په غیر دولتي غونډه کې د نامعلومو سرچینو په حواله وړاندې شوي دي.

دغه پلان چې د متقاعدو پوځي قوماندانانو له خوا خپور شوی، ښيي چې اسراييل به لومړی د غزې له شمالي سيمو د فلسطيني ملکيانو د ويستلو امر وکړي او بيا به سيمه «پوځي تړل شوې» اعلان کړي.

داسې انګېرل کیږي چې د حماس شاوخوا ۵ زره جنګیالي چې هلته پاتې دي تر تسلیمېدو پورې به محاصره شي.

د اسرائیلو پوځی راډیو راپور ورکړی چې نتانیاهو د دغه هېواد د پارلمان د بهرنیو چارو او دفاع کمېټې وکیلانو ته ویلی چې دا موضوع څېړی.

اسرائیلي رسنیو د نتانیاهو له قوله ویلي: «دا یو له هغو پلانونو څخه دی چې تر غور لاندې دي. خو نور پلانونه هم شته.»

په عین حال کې، اسراٸیل په غزه کې د حماس پر وړاندې د نږدې یو کال راهیسې د عملیاتو له امله د بشري ناورین له امله له سختو نړیوالو نیوکو سره مخ دي.

د حماس پر ضد د اسرائیلو د جگړې له پیل راهیسې د غزې زیاتره خلک بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، اوس مهال شاوخوا یو ميلیون خلک (نیم نفوس) په یوه ټاکل شوې بشري سیمه کې مېشت دي چې د ١۵ سلنې څخه کمه خاوره پوښي او اړین زېربناوې او خدمات نلري.

د ملګرو ملتونو په وینا، شمالي غزې ته چې نفوس یې د ٣٠٠زره او ۵٠٠ خلکو ترمنځ اټکل شوی، بشري لاسرسی په ځانګړې توګه ستونزمن شوی.