د لبنان په جنوبي برخه کې د پرون (شنبه، د وږي په ۳۱مه) د اسراٸیلو په هوايي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ تنو ته لوړ شوی او په بیروت کې د ژغورنې ځواکونه لا هم د هغو کسانو په لټه کې دي چې تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
اسرائیلي پوځ وايي، د لبنان په سویل کې یې پر اسرائیلو د راکټي بریدونو د شدت لپاره د حزب الله د پلانونو له پېژندلو وروسته دغه بریدونه د لسګونو الوتکو په مرسته ترسره کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، په لبنان کې د اسراٸيل پوځ او امنیتي سرچینو ویلي چې په دغو بریدونو کې د حزب الله د مشر ابراهیم عقیل او یو شمېر نور لوړپوړي غړي وژل شوي دي.
د لبنان حزب الله هم د خپلو څوارلسو غړو نومونه هم خپاره کړي دي چې په هغو کې د رضوان د برجسته واحد د دوهم غړي محمد محمود وهبي چې پرون د بيروت په څنډه کې د اسرائيلو په بريد کې ووژل شو، شامل دى.
عقیل د حزب الله ډلې یو له بنسټ اېښودونکو څخه و او په لبنان کې یې د دې ډلې په یوې پیاوړې ډلې او سیاسي سازمان بدلولو کې مهم رول درلود.
د عقيل په مشرۍ د رضوان د برجسته واحد د اسرائيلو تر ادارې لاندې له جنوبي لبنان څخه د اسرائيلي عسکرو په شړلو کې مهم رول درلود او په ۲۰۰۶ کال کې دغه واحد له اسرائيلي پوځ سره جګړې کړې دي.
متحده ایالاتو د ابراهیم عقيل چې بیروت کې د متحده ایالاتو پر سفارت د بمي برید او په ١٩٨٣ کې د متحده ایالاتو په سمندري ځواکونو باندې بريد سره په تړاو درلودلو له امله چې ٢۴١ امریکايي سرتېري پکې ووژل شول د نیولو یا يې په اړه د معلوماتو ورکولو باندې ٧ ميلیون ډالرو انعام وړاندیز کړی و.
عقیل همداراز د امریکا د ۲۰۱۹ کال د نړیوال ترهګرو په لېست کې شامل شو او د حزب الله دویم جګپوړی قوماندان دی چې په تېرو دوو میاشتو کې د اسراییلو له خوا وژل کېږي.
د يادونې وړ ده، چې اسراٸيل، په هغه څه کې چې دوى يې «کره بريد» بولي وايي، چې په وژل شويو کې د حزب الله ١٦ چارواکي او لوړپوړي قوماندانان هم شامل دي.