نړۍ

اوکراین د ټېلیګرام «رسمي استعمال» منع کړ

اوکراین په هېواد کې د روسیې د جاسوسۍ په اړه د اندېښنو له کبله د ټېلیګرام اپلېکېشن «رسمي کارول» منع کړل.

د رویټرز د راپور له مخې د اوکراین یوه لوړپوړي امنیتي ارګان اعلان کړی چې له دې وروسته د دغه هېواد په رسمي دفترونو کې چې د حکومتي چارواکو او پوځي ځواکونو او مهمو دولتي کارکوونکو له خوا اداره کېږي، د ټیلیګرام کارول منع دي.

د دې راپور له مخې، اوکراین په دې باور دی چې روسیه کولی شي د دې اپلېکېشن د پيغامونو او کاروونکو له لارې جاسوسي وکړي.

دا بندیز وروسته له هغه اعلان شو چې د اوکراین د پوځي استخباراتو د ادارې مشر کايرلو بودانوف پرون (جمعه د وږي٣٠مه) د دغه هېواد د ملي امنیت شورا ته د جاسوسۍ لپاره د روسیې د ځانګړو خدماتو د وړتیا په اړه شواهد وړاندې کړل.

په همدې حال کې د اوکراین د ملي امنیت شورا د ناسمو معلوماتو د مخنیوي د مرکز مشر آندري کووالنکو پر ټېلیګرام  لیکلي چې« دا بندیزونه یوازې د دغه هېواد د رسمي دولتي ادارو لپاره دي؛ نه د شخصي ګرځنده تلیفونونو.»

د يادولو وړ ده، چې د ټېلیګرام اپلېکېشن په ٢٠١۴ کې د روسیې الاصله پاول دوروف لخوا تاسیس شوی چې مرکزي دفتر یې په متحده عربي اماراتو کې دی.

په همدې حال کې ښاغلی دوروف تېره میاشت په فرانسه کې د «ماشومانو د پورنوګرافۍ، د نشه يي توکو د قاچاق او په ټېلیګرام کې د جعلي راکړې ورکړې»په تور نیول شوی و او له ضمانت وروسته خوشې شو؛ خو هغه ته له فرانسې څخه د وتلواجازه نه ورکول کېږي.