نړۍ

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د اوکراین پر وړاندې ميدان ته ښکته کېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې د اوکراین پر وړاندې د لوبې لپاره ډګر ته ښکته کېږي.

دا لوبه به د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ دقيقې ترسره شي.

دا د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې درېیمه لوبه ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې انګولا ته ۶پر ۴ په توپیر ماتې ورکړې وه. خو د ارجنټاین په وړاندې يې ٢پر ١ پایلې سره ماتې وخوړه.

د هېواد د فوټسال لوبغاړي د ازبکستان د فوټبال د نړیوال جام په لوبو کې له انګولا، ارجنټاین او اوکراین سره په درېیم ګروپ کې دي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دې لوبو نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام سیالۍ له نن څخه دوې اونۍ وړاندې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې پیل شوې دي.