نړۍ

د اسرائیلو د دفاع وزیر په منځني ختیځ کې د جګړې د نوي پړاو د پیل خبر ورکړ

د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي دي چې په لبنان کې د حزب الله د پېجرونو له چاودنو وروسته دوى په منځني ختیځ کې د جګړې نوی پړاو پیل کړى دی.

د رویټرز د راپور له مخې، یو آو ګالانټ د اسراٸيلو د هوايي ځواک په یوه اډه کې ويلي: «موږ په جګړه کې د یو نوی پړاو د پيلولو يو حال کې يو. چې کار زموږ  زړورتیا، هوډ او استقامت ته اړتیا لري.»

په تېرو دوو ورځو (سه شنبه، ۲۷ او چهارشنبه، ۲۸ وږي) د لبنان د حزب الله د پېجرونو په چاودنو کې  د دغه هېواد د روغتیا وزارت ویلي، چې ۳۲ تنه وژل شوي او څه باندې ۳زره۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د امنیتي سرچینو په حواله ليکي، چې د اسرائیلو استخباراتي اداره یا موساد د دغو چاودنو مسٶوله ده.

تر دې مخکې د حزب الله یوه چارواکي ویلي وو چې دا د دې ډلې په تاریخ کې «تر ټولو لویه امنیتي سرغړونه» وه.

په همدې حال کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي پر اسراٸیل تور پورې کړی چې منځنی ختیځ يې د«سیمه ییزې جګړې» په درشل کې د«خطرناکې ترینګلتیا» سازمان په مرسته ګڼو جبهو په لور سوق کوي.

له بلې خوا امریکا په دغو چاودنو کې هر ډول لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره جدي ډیپلوماسۍ تعقیبوي.

خو تر دې مخکې يوه امريکايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي رويټرز ته ويلي چې اسراٸيلو د سه شنبې په ورځ (له چاودنو يوه ورځ مخکې) واشنګټن پوسټ ته ويلي وو چې پام نې لري په لبنان کې يو څه وکړي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې اسراٸیلو په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي او دغو چاودنې واشنګټن حیرانه کړى دى.