نړۍ

پوتین د خپلو ځواکونو د زیاتولو امر صادر کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو شمېر چې ۱.۵ میلیونه سرتېري پکې ګډون لري ۲.۴ میلیونو ته لوړ کړ.

د رویټرز د راپور له مخې، پوتین د روسیې حکومت ته امر کړی چې د دې پلان د پلي کولو لپاره د دفاع وزارت ته ” لازمي اعتبار” ورکړي، چې د رسمي سند له مخې به د روسیې د اردو شمیر ٢ميليونه ٣٨٩زره او ١٣٠ تنو ​​ته لوړ شي.

د دغه  راپور پر بنسټ، دا ډول زیاتوالی به روسیه د فعالو جنګي سرتېرو د شمېر په برخه کې له متحده ایالاتو او هند څخه مخکې کړي او له چین وروسته به دوهمه لويه اردو شي.

دا دریم ځل دی چې پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې د دغه هېواد د پوځ د زیاتولو امر کوي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف، چې مخکې یې د روسیې ولسمشر د دغه هېواد په اردو کې د سرتېرو د زیاتولو امر کړی و، څرګنده کړه چې دا اقدام د مسکو پر وړاندې د لوېدیځ لخوا د پیل شوي «نیابتي جګړې» پایله ده.

ښاغلي پیسکوف وویل: «زموږ د هېواد امنیت باید تضمین شي. دا پېښه د لوېدیځو هېوادونو لخوا د پیل شوي جګړې سره تړاو لري. نیابتي جګړه چې ځینې عناصر په غیر مستقیم ډول په نظامي کړنو کې برخه اخلي او ځینې عناصر هم اقتصادي، مالي او حقوقي جګړې پیلوي او له قانوني چوکاټه بهر ځي او نور عوامل هم پکې دخیل وي.»

خو د روسیې د دفاع وزارت اوس اعلان کړی چې د هېواد د اردو د ځواکونو زیاتوالی به د هغو اتباعو د ګمارنې له لارې چې په خپله خوښه حاضرېږي، ترسره شي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې دا پرېکړه د ناټو تړون د دوامدارې پراختیا او د روسیې پولو ته نږدې د دې تړون د پوځي ځواکونو د شمېر د زیاتوالي، د عملیاتو د پیلېدو او د هوايي دفاع تجهیزولو د ګواښ په خاطر نیول شوې ده.