نړۍ

د رېښتر په کچه د ۶.۵ درجې زلزلې د کاناډا کولمبیا ولړزوله

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې اعلان کړی چې د رېښتر په کچه ۶،۵ درجې یوې زلزلې د کاناډا ځینې سیمې ولړزولې.

د رویټرز د راپور له مخې، دا زلزله د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) د کاناډا د برېټيش کولمبیا ایالت د پورټ مکنیل په ساحلي ښار کې پېښه شوه.

تر اوسه د دغې زلزلې د تلفاتو او زیانونو جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې ویلي دي چې د دې زلزلې مرکز د ارام سمندر په لس کیلومترۍ کې د اقيانوس په ژورو کې و.