نړۍ

 اېف بي آى پر ټرمپ د برید په اړه څېړنه کوي

اېف بي آى راپور ورکړی چې دوی د فلوریډا په پالم بيچ کې د ډونالډ ټرمپ اړوندې ځمکې د ګالف څخه بهر چې «د ښاغلي ټرمپ د وژنې ناکامه هڅه» پکې ترسره شوې وه،  په اړه خپلې پلټنې پیلوي.

دا په تېرو دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې په متحده ایالاتو کې په ښکارم ډول د ډونلډ ټرمپ د وژنې هڅه کېږي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د پټو خدمتونو کارکوونکو پر دغه سړي ډزې وکړې او په داسې حال کې چې نوموړی د پېښې له ځایه د تېښتې هڅه کوله، نیولی او وسلې یې ترې اخيستې ده.

د ښاغلي ټرمپ د کمپاین د مرکزي دفتر له خوا خپلو پلویانو ته په استول شوي برېښنالیک کې ویل شوي چې ښاغلی ټرمپ ټپي شوی نه دی او «روغ او ښه» دی.

په دغه ایمیل کې د امریکا د ولسمشريزو په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ په حواله ویل شوي چې: «هېڅ شی به زما مخه ونه نیسي، زه نه تسلیمېږم».

د ښاغلي ټرمپ کمپاین دفتر همداراز اعلان کړی چې هغه روغ دی او په دې پېښه کې ټپي شوی نه دی.

سپینې ماڼۍ سمدلاسه اعلان وکړ چې ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې ولسمشرې کامالا هرېس ته د پیښې په اړه معلومات ورکړل شوي.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي:« ولسمشر او مرستیالې ولسمشرې هغه مهال د آرام ساه واخیسته چې دوی وموندل چې ښاغلی ټرمپ روغ او زیان نه دى ورسېدلى او دا مهال په دې برخه کې د وروستيو پرمختګونه ترلاسه کولو په حال کې دي.»

تر دې مخکې ډونلډ ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کې د خپلو پلویانو په یوه راټولېدنه کې د وژونکي برید له امله په نښه شوی و او د غوږ په برخه کې د مرمۍ په وسیله ټپي شوی و.

په دغه برید کې د ډونلډ ټرمپ په ټاکنیزه غونډه کې یو تن ګډنوال خپل ژوند له لاسه ورکړ. برید کوونکی د توماس متیو کروکس په نوم یو شل کلن کس د امریکا د پټو خدمتونو د یوه نښان ويشتونکي  لخوا په ډزو ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې په پنسلوانیا کې پر ټرمپ د ترور له ناکامې هڅې وروسته د امریکا د پټو خدمتونو د ادارې مشرې کيمبرلي چېټل له خپلې دندې استعفا وکړه.

په هغه وخت کې (لومړی برید پر مهال) د پټو خدمتونو د ادارې کړنې په متحده ایالاتو کې د خلکو او سیاستوالو لخوا تر سختو نیوکو لاندې راغلې.