ورزش

د ٢٠٢۴ نړیوال جام: د هېواد فوټسال ټیم ​​به په څو ساعتونو کې د انګولا سره مخامخ شي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له انګولا سره کوي.

دا لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر پنځه بجې په تاشکند ښار کې ترسره شي.

په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام سیالۍ پرون (شنبه د وږي ۲۴مه) پیل شوې.

افغانستان به په دریم ګروپ کې د اوکراین، انګولا او ارجنټاین له لوبډلو سره سیالي وکړي.

د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته سياليو لپاره ښه چمتووالى لري.

د یادولو وړ ده، چې د هیواد د فوټسال ملي لوبډله د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د ارجنټاین پر وړاندې خپله تر ټولو سخته لوبه وکړي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار موندلې ده.