د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د روسیې دولتي تلویزیون (آر ټي) له دغه هېواده بهر استخباراتي فعالیتونه ترسره کوي.
په همدې حال کې رویټرز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت د روسیې د دولتي ټلویزیوني چینل پر مدیر مارګاریتا سیمونیان له دې امله بندیز لګولی چې هڅه یې کوله د انلاین منځپانګې د تولید لپاره یوه امریکايي کمپنۍ وګماري.
د دغه راپور پر بنسټ، د دې منځپانګې په تولیدولو سره روسیې غوښتل چې د امریکا د نومبر د پنځمې نیټې په ټاکنو کې نفوذ وکړی.
د دغه خبری آژانس د راپور پر بنسټ، امریکا تېره اونۍ هم د دغه روسي ټلویزیوني چینل دوه کارکونکی د پیسو مینځلو په تور نیولي دي.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل:«د روسیې رسنۍ د روسیې د استخباراتي دستګاه د اصلي مټ په څېر عمل کوي. “آر ټي” د یوې رسنۍ څخه بهر تللی او سایبر وړتیا لري او پټ معلومات او فعالیتونه ترسره کوي ترڅو دا هېواد په بهر کې نفوذ وکړي.»
انتوني بلینکن زیاته کړه چې د کرملین په ملاتړ دغه رسنۍ نه یوازې دا چې په متحده ایالاتو کې د ډیموکراسۍ د کمزوري کولو لپاره د پټ نفوذ رول لوبوي؛ بلکې، د نړۍ د هېوادونو په حکومتولۍ کې د لاسووهنې لپاره کارول کېږي.
خو مارګاریتا سیمونیان وویل چې واشنګټن هڅه کوي د یوه ژورنالیستیکي بنسټ په توګه د دې راډیو او تلویزیون د فعالیت مخه ونیسي.
هغه ژمنه کړې چې د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه به له پامه وغورځوي.
له دې سره په ورته وخت کې، بلینکن ويلي چې هر هېواد به پرېکړه وکړي چې څنګه دغه «ګواښ» ته ځواب ووایی؛ خو امریکا له خپلو ټولو متحدینو غواړي چې د آر ټي تلویزیون له فعالیتونو سره د روسیې د نورو استخباراتي فعالیتونو په څېر چلند وکړي.