هسپانیا په غزه کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د یو شمیر اروپايي او مسلمانو هېوادونو د استازو د غونډې په پای کې په دې برخه کې له نړۍ د یوه روښانه پلان غوښتنه وکړه.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر مانوٸل آلبارس له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: « د ګډون کوونکو په منځ کې څرګنده لېوالتيا شته چې له خبرو څخه عمل لور ته حرکت وکړي او د حل د اغیزمن تطبیق لپاره د روښانه پلان په لور ګام پورته کړي.»
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر همداراز د فلسطیني دولت په جوړېدو او په ملګرو ملتونو کې د هغه پر غړیتوب ټینګار کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د اسراٸیلو استازي ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
ښاغلي آلبارس ویلي چې اسرایلو ته ځکه دغه غونډې ته بلنه نه وه ورکړل شوې چې د تماس ډلې برخه نه وه.
د دغه خبری آژانس د راپور پر بنسټ، غزې د جګړې په اړه د اسپانیا غونډه کې د ناروې، سلوانیا، مصر، سعودی عربستان، قطر، اردن، اندونیزیا، نایجیریا او ترکیې هېوادونو او همدارنګه د اروپایی اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بورېل او د فلسطین لومړى وزير محمد مصطفی ګډون کړی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د مى په ۲۸مه هسپانیا، ناروې او ايرلنډ په رسمي توګه د فلسطیني ادارې تر واکمنۍ لاندې یو متحد فلسطیني دولت چې د غزې تړانګه لوېدیځې غاړې څخه تشکيل شوى او ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه ده، په رسمیت وپېژانده.
د يادونې وړ ده، چې د دغو درېيو هېوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۶ يې اوس فلسطين د يوه هېواد په توګه په رسميت پېژني.