رویټرز خبري اژانس د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې روسیه د چینايي ټکنالوژۍ په مرسته د کامیکاز په نوم یوه بې پیلوټه الوتکه جوړوي.
د دغه راپور له مخې، روسي شرکتونه چې د دغه هېواد د دولتي وسلو جوړونکي دي، له چینايي لوري سره تړونونه لاسلیک کړي دي.
دغه خبري اژانس وايي، تېر کال روسیې هم له چینايي اجزاوو سره د «ګارپیا اى۱» په نوم د یوه برید کوونکي بې پیلوټه الوتکې تولید پیل کړ چې اوس له اوکراین سره په جګړه کې کارول کېږي.
په دې راپور کې راغلي چې روسیې له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۲زره۵۰۰ ګارپیا اى ١ بې پیلوټه الوتکې د چینايي پرزو په کارولو تولید کړي دي.
خو دا لومړی ځل دی چې روسیه په چینايي ټکنالوژۍ سره بې پیلوټه الوتکه جوړوي.
د یادولو وړ ده چې د روسیې دولتي شرکتونو چې د دغه هېواد دولتي وسلې جوړوي په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه خبري اژانس زیاتوي چې د ګارپیااى ١ بې پیلوټه الوتکي په اوکراین کې د پوځي او ملکي اهدافو په وړاندې ځای پر ځای شوې دي، چې په دغه هېواد کې د ملکي او پوځي تلفاتو او مهمې زیربناوو ته د زیان رسولو سبب ګرځېدلي دي.