ورزش

د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ «ټېسټ» لوبه د سخت باران له امله لغوه شوه

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرېکټ ملي ټیمونو ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه د پرله پسې بارانونو له امله لغوه شوه.

ټاکل شوې وه چې دا لوبه د هند د اتراپردېش ایالت په ویجی سنګ پاتیک لوبغالي کې ترسره شي، خو د سخت باران له امله د دواړو هېوادونو د کرېکټ بورډ چارواکو دغه لوبه لغوه کړه.

د افغان لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوله او د نیوزیلنډ لوبډلې مشري ټام سوتي پرغاړه  درلوده.

 دا د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ لومړنۍ ټېسټ لوبه وه.

ټاکل شوې وه دغه لوبې د روانې میاشتې په ۱۹ مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۳ مې نېټې پورې دوام وکړي. افغانستان په خپله خاوره کې د امنیتي وضعیت له امله د نړیوالو سیالیو کوربتوب نه شي کولای.

وروستی ځل لپاره  په ١٩٩٨کال په ډسمبر کې یوه ټېسټ لوبه د باران له امله په بشپړ ډول لغوه شوې وه، هغه وخت نیوزیلنډ په ډونډین کې د هند کوربه و.

په میلبورن کې د استرالیا او بریتانیې ترمنځ په ۱۹۷۰ کال کې يوه ټېسټ لوبه چې د یو ورځنیو نړیوال کرېکټ پیلوونکې وه، لغوه شوې وه.

ویل کیږي چې د دریمې، څلورمې او پنځمې ورځې سختو بارانونو د لوبې ډګر له اوبو او خټو ډک کړ.

له ۲۰۱۷ کال راهیسې افغانستان د نويدا په ګرین ډګر کې شپږ ۲۰ اوریزې او پنځه پنځوس اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړې دي.

ټاکل شوې ده، چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې د درې پنځوس اوریزو لوبو لپاره متحده عربي اماراتو ته لاړه شي. دا لوبې به د وږي په ۲۸مه او ۳۰مه او د تلې په لومړۍ ورځ هم ترسره شي.