نړۍ

ټرمپ له هرېس سره دوهمه مناظره رد کړه

د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي چې له مرستیالې کاملا هرېس سره به په بله مناظره کې ګډون ونه کړي.

ټرمپ دا اعلان په فلاډلفیا کې د لومړۍ مناظرې دوه ورځې وروسته پر« تروت سوشيال» ټولنیزه شبکه خپور کړ.

ټرمپ ادعا وکړه چې ټولپوښتنې وښودله چې هغه د هرېس په وړاندې بحث «په ښکاره ډول ګټلی» دی. هغه دا موضوع د آغلې هرېس له خبرو وروسته  چې ويلي و هغه د ښاغلي ټرمپ سره په بل بحث کې برخه اخیستو ته چمتو ده، بيان کړه.

پخواني ولسمشر وویل: «کله چې یو څوک د جایزې لپاره سيالۍ ډګر ته ځي او هغه یې له لاسه ورکوي، لومړی ټکي چې هغه وايي دا دى چې زه د سیالۍ تکرار غواړم.»

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې ټولې هغه ستونزې چې «کاملا او بایډن» راپورته کړې «د جو بایډن سره په مناظره کې او همدارنګه د سه شنبې په ورځ بحث کې په تفصیل سره پرې خبرې وشوي ، نو دریم بحث ته به اړتيا نه وي.»

د سي اېن اېن او اېس اېس آر اېس په نظرپوښتنه کې د ٦٠٠ راجستر شویو رایه ورکوونکو څخه چې مناظره یې لیدلې، ٦٣ سلنه يې ویلي چې هرېس ښه کار کړی او ٣٧ سلنه باور لري چې ټرمپ مناظره وګټله.

 د مناظرې دمخه، همدغه رایه ورکوونکو په دې اړه چې څوک به ښه کارنامې ولري ۵٠-۵٠ رایې ورکړې وې.