د مالیزیا د پولیسو سر څېړونکى جنرل رازارودین حسین رسنیو ته ویلي چې دوی ۴۰۲ ماشومان او تنکي ځوانان چې ګومان کېده په ۲۰ کورونو کې «فزیکي او جنسي ځورونې» سره مخ وو، ژغورل شوي دي.
دا ماشومان د اخوان نړیوال خدماتو او سوداګرۍ سازمان (GISB) تر څارنې لاندې په خیریه استوګنځي کې ساتل کېدل.
د مالیزیا د پولیسو په وینا، په ژغورل شویو کې ٢٠١ هلکان او ٢٠١ نجونې شاملې وې، چې عمرونه یې د یو او ١٧ کلونو ترمنځ وو، چې د ځورونې مختلفو ډولونو سره مخ شوي دي.
پولیسو ویلي چې دوی ۱۸۱ شکمن کسان نیولي دي چې پکې دیني ښوونکي او د خیریه موسسې سرپرستان هم شامل دي.
په همدې حال کې، رازارودین په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه چې ځینو شکمنو کسانو چې عمرونه یې د ۱۷ او ۶۴ کلونو ترمنځ دي، ظاهراً ماشومانو لمس کول او ادعا یې کړې چې دا د مذهبي چلند برخه وه.
د راپورونو له مخې ځینو ماشومانو هم ورښودل شوي چې په کور کې د نورو ماشومانو سره ورته جنسي عملونه هم ترسره کړي.
هغه زیاته کړه چې دغه ماشومان «د ګرمو فلزي شیانو په وسيله مجازات شوي او ناروغان چې مريض وو تر هغې اجازه نه ورکول کېده چې د دوی حالت ډېر خراب نشي.»
د مالیزیا د پولیسو چارواکو ویلي چې دا ماشومان په موقتي توګه د پلازمېنې کوالالمپور د پولیسو په یوه مرکز کې ځای پر ځای شوي دي او روغتیايي معاینات یې تر لاس لاندې نیول شوي دي.
د برنما دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې لومړنیو پلټنو څرګنده کړې چې ډیری ماشومان د دوی د والدینو لخوا دې ادارې ته د دیني زده کړو لپاره لېږل شوي وو.
خو د اخولن نړیوالو خدماتو او سوداګرۍ سازمان (GISB) دا راپورونه رد کړي دي.